ټولنیز ژوند زده کړې ژوند بڼه طبیعت

احمق انسان به څنګه پيژنئ؟ ۵ غټې نښې یې

لیکنه: شریف شاهین

ژباړه: شریف شاهین

انسانان د ذکاوت متفاوته قوه لري. څنګه چې ټول انسانان یو ډول نه دي، داسې د هغوی د پوهې او ذکاوت کچه سره توپیر لري.

جالبه يې دا چې هیڅ یو انسان هم ځان کم عقل او احمق نه بولي. دا هم ډیره سخته ده، چې وپوهیږو، موږ خپله څومره هوښیار یوو او څومره نه؛ اما موږ داسې سوچ لرو، چې ګنې موږ ډیر هوښیاران یوو.

په ورځني او کاري ژوند کې زکاوت او تېز ذهن خورا ډیر مهم دی. خو پوښتنه داده، چې احمقان څنګه له هوښیارانو بیل کړو؟

دلته موږ د احمقو یا سټوپیډ خلکو پینځه (۵) مهمې او عامې نښې در سره شریکوو:

۱ـ احمق خلک د خپلو تېروتنو پړه په نورو اچوي.
دا ډیر غیرې مسلکي، خواشینوونکی او ناسم کار دی، چې یو څوک د خپلو تېروتنو پړه په کوم بل چا وراچوي. هغوی چې همیشه د خپلو تېروتنو په تور نور ګرموي؛ په ټولنه کې خپل باور له لاسه ورکوي.

احمقان معمولآ د خپلو تېروتنو پړه په نورو اچوي. دوې همیشه د نورو د ملامتۍ لوبه مخ ته وړي. د هیجاني زکاوت د کتاب لیکوال ټراوز براډبیري وايي:

“د خپلو تېروتنو پړه په نورو مه اچوئ. حساب ورکوونکې اوسئ. خپل مسؤلیت، که څه هم کوچنی وی، په سمه توګه مخ ته یوسئ او هر څه چې پېښېږي، په اړه يې ځواب ویوونکې اوسئ.”

لیکوال وړاندې لیکي، هغوی چې د تیروتنې په وخت نورو ته ګوته نیسي، په لوې لاس د خلکو پام ځان ته رااړوي؛ او ورته ښيي، چې ګنې دا ځواب ویوونکی کس نه دی.

هوښیاران يې بیا له خپلو تېروتنو زده کوي، او په راتلونکې کې يې د تکرار مخه نیسي. که په ساده ټکو يې ووایو، هوښیاران او احمقان دواړه تیروتنې کوي، خو توپیر يې فقط د تېروتنو په وړاندې عبرګون کې دی.

۲ـ احمقان خپله خبره تحمیلوي او هیڅ له خپلې خبرې نه اوړي.
هوښیاران د بحث پر مهال متضادو نظرونه ته په سړه سینه غوږ نیسي. دوی د نورو نظریات اوري، فکر پرې کوي، او که تیروتې وي، سمدستي خپله خبره اخلي. هوښیار خلک ځینې مسایل د نورو له لید څخه هم ګوري.

خو برعکس، احمقان بیا په خپله خبره کلک ولاړ وي. که هر څومره قانع کوونکي دلایل ورته وړاندې کړې، خو دوی پرې سترګې پټوي او په خپله خبره ټینګار کوي. په ځینو مواردو کې خو ان احمق په دې هم نه پوهیږي، چې مخالف کس يې څومره پوه او ځیرک دی.

مشهورو ارواپوهانو ډیویډ ډننیګ او جسټن کروګر په ۱۹۹۹ کال کې د (ډننیګ – کروګر) په نوم یوه تېورې رامینځ ته کړه، چې له مخې “احمقان هغه څوک دي، چې خپل ځان ورته هوښیار، پوه او ځیرک ښکاري؛ خو یو پوه او ځیرک انسان ورته احمق او نادان ښکاري.”

د څیړنو د موندنې په اساس، د احمقو خلک فطري خاصیت دا دی، چې همیشه ځان ته لوړ او نورو ته کم فکر کوي.

څیړونکی ډننیګ لیکي: “احمق خپله نه پوهیږي، چې څومره احمق دی. … د سم ځواب د پیدا کولو په ځای، د سم ځواب درک کول مهم دي.”

یوه خبره، چې باید نوره هم واضح شي، هغه دا چې هوښیاران داسې فکر نه کوي، چې ګنې هر دویم کس سمه خبره کوي؛ بلکې دوی د نورو خلکو نظریاتو او منطق ته دقیق غوږ نیسي؛ سوچ پرې کوي، او بیا خپله پریکړه کوي.

۳ـ احمقان په هره وړه او لویه مسله کې ژر غوصه کیږي.
ښکاره خبره ده، چې آن هوښیار خلک هم وخت ناوخت غوصه کیږي؛ اما احمقان هره هغه کار چې ددوی په طبیعت برابر نه وي، په وړاندې يې خشن او قهرجن غبرګون ښيي. کله چې یو احمق سړی په دې پوه شي، چې حالت نور دده له کابو څخه وتلی؛ د منطق لاره پریږدي او په ځای له قهره ډک غبرګون ښيي. دوی دا کار د خپل موقف د ساتلو لپاره کوي.

د میشیګان پوهنتون څیړونکو په ۶ سوو ګډونوالو څیړنه کړې، او موندلې يې ده: “هغه خلک چې قهرجن سلوک کوي، د ذکاوت کچه یا IQ يې ټیټه ده.”

د څیړنې په اساس دا ستونزه آن د ماشومتوب څخه پیلیږي، او هغوی چې خپل خشن حالت بدل نه کړي، د عمر په تیریدو سره يې د مغزو پرمختګ پڅ او ورو کیږي.

۴ـ احمقان د نورو خلکو احساسات او اړتیاوې نه درک کوي.
هوښیار خلک همیشه د نورو خلکو سره همدلي (هم زړي) لري. دا کار له دوی سره مرسته کوي، چې نور خلک ښه درک کړي او د هغوی په درد او احساس ښه پوه شي.

د امریکا د تکزاس د ټیکنالوژۍ پوهنتون یوه په زړه پورې څیړنه چې په زرګونو امریکایانو ترسره شوې، وايي: “هغوی چې د ذکاوت لوړه کچه لري، نورو خلکو سره بې احسانه او پرته له کومې طمعې مرسته کوي.”

که ساده يې ووایو، هوښیاران د نورو خلکو په مجبوریتونو پوهیږي، او ډیر کله غواړي، چې ورسره مرسته وکړي.
خو؛
احمقان لومړی د نورو د ستونزو او اړتیاوو په درک نه پوهیږي؛ او که درک يې هم کړي، له تمې او خپلې ګټې پرته ورسره د خدای د رضا لپاره مرسته نه کوي. دا خبره سمه ده، چې “اول ځان دی بیا جهان دی”، خو یو هوښیار او نارمل انسان باید د خپلو او نورو د اړتیاوو او احساساتو ترمینځ توازن وساتي. تل دې د ځان لپاره ګټه نه لټوي. کله دې د نورو په اړه هم سوچ وکړي.

۵ـ احمقان فکر کوي، چې له نورو غوره دي.
هوښیاران کوښښ کوي، چې نور خلک وهڅوي او لاس نیوی يې وکړي. دوی په ځان پوره باور لري، او د نورو له پرمختګ څخه هیڅ ډول ویره نه احساسوي.

احمقان همیشه په نورو انتقاد کوي او هیڅکله نه غواړي، چې څوک دې له ده ښه اوسي. دوی فکر کوي، چې له نورو بهتر دي او ډیر ژر قضاوت کوي. بیځایه قضاوت د هوښیارانو کار نه دی.

پایله:
که پورته مطلب یواځې په څو کرښو کې خلاصه کړو، نو ویلای شو، چې احمقان د خپلو تېروتنو مسؤلیت نه مني؛ بلکې په ځای يې نور خلک ګرموي. دوی له خپلې خبرې، نه اوړي، او د خپلې ادعا لپاره بې اساسه دلایل توږي؛ ژر غوصه کیږي، څو خپل موقف وساتي، ځکه د خبرو منطق نه لري. دوی ځان غوښتوونکي وي او یواځې خپلې ګټې ورته محترمې وي؛ د نورو د اړتیاوو او احساساتو درک نه لري. دوی ډیر له چا سره مرسته نه کوي؛ ځکه د نورو له پرمختګه ویریږي؛ خو که مرسته هم ورسره وکړي؛ د مقابل کس څخه هم د ورته او لا زیاتې مرستې تمه لري. احمقان همیشه ځان ته لوړ فکر کوي او نور له ځانه ټیټ بولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین