ټولنیز ژوند زده کړې کورنی ژوند

احترام اکتسابي خاصیت لري؛ نو خپلو ماشومانو ته یې ور زده کړئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن سبا تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې مور او پلار خپلو اولادونو ته درناوی نه کوي. دا خبره پر دې دلالت نه کوي، چې تاسو مناسب مور او پلار نه یئ، خو غواړم، چې دې برخې ته پاملرنه او فکر وکړئ، چې له خپلو اولادونو سره مو چال چلند ته پام وکړئ.

احترام کول یوه جذابه او حیرانوونکې پدیده ده، چې اکتسابي خاصیت لري، چې د ژوند په اوږدو کې باید زده کړای شي. د درناوي کولو یو اصل دا دی، چې که یو څوک غواړي، چې درناوی ورته وشي نو لومړی باید په خپله نورو ته احترام وکړي. که د اوسنۍ زمانې نوي نسل ته وکتل شي په نړۍ کې تر ټولو بې احترام نسل بلل کېږي. مخکې له دې چې اوسني ځوانان ورټل شي، لومړی باید خپل سر پر ګرېوانه کړو، چې موږ د احترام کولو په برخه کې له خپلو اولادونو، خویندو او وروڼو سره څه کړي دي.

د درناوي زده کول تر ټولو مهم اړین ټکی دی، چې مور او پلار په دې برخه کې باید له خپلو ماشومانو سره پوره مرسته وکړي، داسې نه چې ورزده کړئ نور ته باید څه ډول احترام وکړای شي، بلکې خپله دوی ته بایداحترام وشي، تر څو پوه شي، چې احترام یعنې څه؟

د احترام او اطاعت ترمنځ مو تو پیر له یاده مه باسئ، که کوم کس ته په کور کې درناوی نه کېږي هغه هېڅ کله هم په بېرون کې نورو ته درناوی نه کوي.

کله مو چې ماشومان خبرې کوي خبرو ته یې په غور سره غوږ نیسئ او که په نورو کارونو مصروف وي؟ په یوه وخت کې د څو کارونو تر سره کول ښه خبره ده، خو د ماشومانو خبرو ته غوږ کېښودل تر ټولو اړین دي. هغوی، چې څه هم وایي تاسو ته باید د قدر وړ وي او درناوی یې وکړئ. هر کار کولای شئ، چې د یو څو دقیقو لپاره یې پرېږدئ، خو د ماشوم خبرو ته مو په پوره دقت سره غوږ شئ.

کله مو چې ماشوم خبرې کوي، مخامخ یې سترګو ته ګورئ
له ځانه وپوښتئ څو ځله به مو نورو ته ویلي وي، چې خبرې درته کوم ماته ګوره اوس له ځانه پوښتنه وکړئ، کله مو چې ماشوم خبرې کوي ایا هغوی ته ګورئ او که نه؟

له ماشوم سره مو داسې چلند وکړئ، چې فکر وکړي زه ورته د درناوي وړ یم او پلار یا مور مې زما خبرو ته درناوی کوي او زما د خبرو د درناوي په خاطر یې غوږ راته نیولی دی.
که مو دغه څه تر سره کړل، پوه شئ، چې ماشوم به ستاسو او نور خلکو په حق کې هم دغه ډول عمل کوي.

ستاسو په اند یو دروغجن انسان د درناوي وړ دی؟ او یا دا چې تاسو کله هغه چاته دروغ وېلي، چې ستاسو د درناوي وړ وي؟

که کله در څخه کومه تېر وتنه کېږي بښنه وغواړئ په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ تر څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړي. ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوي او له ځانه سره فکر کوي، چې دا دی زما پلار او یا مور، چې تر ما لوی دي هم تېروتنه کوي، او د تېروتنې جبران په بښنې غوښتلو سره کېږي.

هڅه وکړئ د خپلو ماشومانو په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ، که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوي، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایئ، ځکه دا یې حل لاره نه ده.

له ماشوم سره د شوخۍ لپاره مناسب وخت وټاکئ، هسې نه چې ماشوم مو تېر وتنه وکړي تاسو پرې غوسه شئ او له هغې وروسته، چې غواړئ بېرته یې پخلا کړئ ور سره لوبې پیلوئ. د خپلو ماشومانو ستاینه مو وکړئ، خو پام مو وي، چې په دې برخه کې زیاتی در څخه ونه شي او هسې نه چې دروغ درنه ونه ویل شي. که غواړئ، چې په ماشومانو کې مو مثبت بدلون را ولئ پر مثبتو ټکو یې تمرکز وکړئ، ځکه څومره مو چې د ماشوم ښې کړنې ستایئ په هماغه ډول نور هم هڅېږي.

په کورنۍ کې د ماشومانو لپاره یو ډول محدویتونه او سرې کرښې وټاکئ تر څو ستاسو شخصي حریم ته داخل نه شي، خو پام مو وي، چې د دوی په حق کې هم دغه ډول څه تر سره کړئ.

د ماشوم کوټې ته له ورتلو مخکې دروازه وټکوئ او بې اجازې مه ورځئ. کله چې د ماشوم کوټې ته ورځئ هڅه وکړئ، چې د هغوی د لوبو پر وسایلو او نور څه لاس ونه وهئ.

ستاسو ماشوم باید په دې پوه شي، چې د یوه انسان په توګه د ارزښت وړ دی او د نور په څېر باید ورته درناوی وشي. دغه څه ماشوم ته ورته زده کوي، چې که په لومړي سر کې د خپل ځان احترام ونه کړي، نو د نور درناوی هم نه شي کولای.

درناوی په اصل کې یو لید دی. درناوی کول او له درناوي ډک رفتار له ماشوم سره مرسته کوي، چې په خپل ژوند کې بریالی وي. که څوک خپلو مشرانو، میندو او پلرونه ته په درناوي قایل نه وي، هېڅ کله هم په ژوند کې پرمختګ نه شي کولای. یو با ادبه ماشوم تل د خپلې کورنۍ له غړو سره په سم ډول چلند کوي او د خپلو همزولو په منځ کې هم په ښه نوم یادېږي.

په ښووني او مدرسو کې هم ماشوم ته ور زده کېږي، چې څه ډول د خپل ځان او نورو درناوی وکړي، خو د مور او پلار خبرې په زیاته کچه له ماشوم سره مرسته کوي، چې درناوی زده کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.