کلتور او هنر

اجي دیوګن له خپلې میرمنې سره په فلم کې له کار کولو انکار وکړ

د بالیوډ مشهور لوبغاړي اجی دیوګن د خپلي ښځې او فلمي ستوري کاجل سره په یوه فلم کې له کار کولو انکار کړی.

بالیوډ کې د دواړو د میني کیسي له وړاندې مشهوري دي خو له واده یې هم کلونه کیږي اما تر واده وروسته دوی دواړه په یوه فلم کې نه دي راښکاره شوي.

اوس رسنیو سره اجې دیوګن هغه راز افشا کړ چې ولې نه غواړي د کاجل (خپلې مېرمنې) سره په یوه فلم کې کار وکړي.

دوی دواړه هغه جوړه ده چې نه یوازې په فلمي نړۍ کې ستر نوم دی بلکې په حقیقي ژوند کې هم له ستر امتحانه کامیاب وتلي او تر اوسه یې مشکلات د رسنیو سرټکي نه دي ګرځيدلي.

دوی دواړو د بالیوډ په ډېرو کامیابو فلمونو کې جوړه کار کړی، چې د هغې فلمونو له جملې یې راجو چاچا،هلچل، عشق او دل کیا کری دي.

د دوی دواړو د مینې او محبت کیسې له هغه وخته چې دواړو په فلمونو کې کار کاوه مشهورې وې، چې وروسته یې بیا واده سره وکړ چې اوس د بچیو خاوندان دي.

دغه جوړې د څو کالونو راپدې خوا یو بل سره یوځای په یوه فلم کې کار نه دی کړی، خو په دغې موده کې جلا جلا ډېر شمېر فلمونه بازار ته راغلل چې د اکثرو ګټه هم ډېره وه لکه اجې دیوګن اکشن جیکسن او د شاروخان سره د کاجل (دل والي) فلمونه د یادولو دي، خو اوس داسې ویل کیږي چې داواړه په یوه فلم کې د لوبېدو لپاره هېله من دي.
خو دا چې ولې یې تر اوسه د خپلې مېرمنې سره یوځای په یوه فلم کې کار نه دی کړی؟ اجی دیوګن له دغه رازه پرده پورته کړي!

هغه په یوه مرکه کې ویلي چې دی او مېرمنه یې په هغه مقام کې نه دی چې هر رقم رول دې په فلم کې ورکړل شي او دوی دې ولوبوي او یا دې هر چا سره په فلم کې کار وکړي.

دی وایي، تر هغې چې په داسې فلم کې چې د دوی دواړو شخصیت او حیثت ته پکې زیان ونه رسیږي او دواړه پرې خوښ اوسي، وخت ورنکړل شي، نو تر هغې به په یوه فلم کې د دواړو جوړه راتګ ناممکن وي.

هغه زیاتوي؛ کله چې یې د ځوانۍ دوران وو، نو د کاجل سره په یوه فلم کې جوړه راتلل یې په زړه پورې ول.

دی وایي چې اوس هم د کاجل سره په یوه فلم کې راتلل غواړي خو داسې فلم چې دواړه پکې خپل ځای د مینوالو په زړه کې کم نه کړی.

نوموړی زیاتوي؛ باور لري کاجل به هم په داسې رول کې ونه لوبیږي چې یې تیر کرکټر ته زیان ورسیږي.

کاجل او اجی دیوګن د هندي فلمونو پخوانۍ جوړه ده چې ډیری فلمونو یې زیات مینوال لرل، دوی دواړو په کال ۱۹۹۹ میلادي کې واده وکړ چې اوس د دوو بچیانو والدین دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی