اقتصاد د ګټې خبرې کورنی ژوند

اته (۸) کارونه چې د ښځې او خاوند راتلونکی له مالي اړخه تضمینوي

لیکواله: هولي چیوذ
ژباړه: شاهین

که تاسې نوې واده کړې وي او یا هم که د واده مو ډیر وخت تیر شوی وي او ژوند مو هم خوشاله وي؛ خو بیا هم د خپل مالي راتلونکي تضمین ته اړ يئ.

تاسې ددې کار لپاره په دوو دلیلونو اړ يئ:

ـ لومړی دا، چې که خدای عمر درکړ، نو د زړښت په لور ځئ او له ګټې وټې لویږئ.

ـ دوهم دا، چې که خدای مه کړه، یو له تاسې څخه د ځوانۍ او یا هم په پاخه عمر کې مړ شي، د بل لپاره ډیر ستونزې پیدا کیږي. هغه (خاوند/میرمن) اړتیا لري، چې په مالي لحاظ بسیا وي.

خپل راتلونکي له مالي اړخه تضمئینول کوم داسې ډیر ګران او سخت کار نه دی، چې تاسې يې په اړه اندیښمن شئ. یواځې د خپل ژوند په ډول کې څو واړه تغیرات راوړئ، او خپل مالي راتلونکي تضمین کړئ.

اته (۸) کارونه چې تاسې پرې د ښځې او خاوند په توګه خپل راتلونکې د نورو له احتیاجه خلاصولای شئ:

۱ـ وصیت نامه جوړه کړئ.

د خپل خاوند/ښځې د راتلونکي د خوندیتوب لپاره وصیت نامه جوړه کړئ. په وصیت نامه کې تاسې خودمختاره يئ؛ او چې وغواړئ، د هر چا په ګټه خپل مال و متاع څرخولای شئ. خو که تاسې له وصیت نامې پرته مړه شئ، نو بیا ستاسې مال او متاع ستاسې له قبضې وځي او د قانون په اساس د وینې په اړیکه تقسیمیږي.

په ګڼو ملکونو کې وصیت نامه کولای شي، چې ستاسې د مال او متاع زیاته برخه ستاسې د ژوند ملګري/ملګرې ته ورکړي او ورسره د خپل شتمني مالیه هم کمه کړئ.

۲ـ ژوند مو بیمه کړئ.

د راتلونکي مالي تضمین لپاره دواړه ځان بیمه کړئ. د ژوند د بیمه کولو ډیر ډولونه دي. هڅه وکړئ، چې غوره اپشن وټاکئ.

بیمه کولای شي، چې ستاسې د مالیاتي او اقتصادي مسایلو او حسابونو روښانه تصویر درکړي.

ځان بیمه کول د ژوند په سختو شیبو کې تاسې سره پوره مرسته کوي او نه مجبوریږئ، چې خپل کور او یا هم ځمکه وپلورئ.

۳ـ خپل لومړیتوبونه په ګوته کړئ.

په ځینو خلکو د پیسو باران وي، خو چې کله پرې پیسې بندې شي، ددوې لاس هم خالي وي او هیڅ نه لري.

دا ډول خلک په ژوند کې لومړیتوبونه نه لري او خپلې پیسې په بې پروايۍ سره مصرفوي.

که تاسې د یوې ښځې او خاوند په توګه غواړئ، خپل مالي راتلونکي تضمین کړئ، د ژوند لومړیتوبونه په ګوته کړئ. څه ډول کور کې ژوند کول غواړئ؟ څنګه يې فرینش کوئ؟ څه خورئ؟ څه ډول موټر اخلئ؟ دا او ګڼې نورې پوښتنې له ځانه وکړئ او خپل لومړیتوبونه وټاکئ.

کله مو چې د ژوند لوموړیتوبونه وټاکل، تاسې په ژوند کې د نورو شیانو په اړه د خپلې بودیجې مطابق تصمیم نیولای شئ او د پیسو سپما ته هم لاره خلاصوئ.

۴ـ د خپلې روغتیا خیال ساتئ.

د امریکا د صحت ټولنې په یوه څیړنه کې موندلې، چې ۵ ورځې – هر ورځ ۳۰ دقیقې – فزیکي تمرین د روغتیا په برخه کې ستاسې د کال ۲۵۰۰ ډالر سپموي.

خپل پرهیز او خوراک ته پام کوئ. هڅه وکړئ، زیات وخت شنه سبزي وخورئ. فزیکي تمرین او سبزي خوړل ستاسې په مالي تضمین کې مهم رول لوبوي.

۵ـ ساده ژوند وکړئ.

د خپل کور چارچاپیر وګورئ. ایا په کور کې مو داسې شیان دي، چې هیڅ يې نه استعمالوئ؟! ایا په ټلویزون کې په لسګونو داسې چینلونه دي، چې تاسې يې هیڅ نه ګورئ؟! ایا مخکنې جامې مو لا هم هعسې نوې دي، خو تاسې نورې اخلئ؟

که دې پوښتونو ته ستاسې ځواب (هو) وي، نو خپل ژوند مو ساده کړئ.

د ټلویزون لپاره د کيبل له فیس څخه يې پیل کړئ. ټول هغه چینلونه کټ (لرې) کړئ، چې تاسې يې نه ګورئ. په جامو ډیرې پیسې مه ورکوئ. د جامو المارۍ ته وګورئ، که مو داسې جامې پکې وموندلې، چې زیات وخت مو هیځ اغوستې نه دي، نو نورې جامې په هیڅ صورت مه اخلئ. پیسې مو وساتئ. که دا پیسې مو وساتلې، یوه ورځ به له ځان ته او موږ ته دعا کوئ.

۶ـ هڅه وکړئ، نعدې پیسې په جیب کې ونه ساتئ.

د خپل ATM او بانکي حساب څخه استفاده وکړئ. کله مو چې هم قرض راووتو او یا مو هم نعدې پیسې پیدا کړې؛ لاړ شئ او په بانک کې يې جمعه کړئ.

تل کوښښ وکړئ، چې له خپلو پیسو له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه پیسو پورې تل په خپل اکونټ کې سپما کړئ.

د مثال په ډول، که تاسې ۱۰ زره افغانۍ میاشتنی عاید لرئ، نو هره میاشت له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانیو پورې سپما کړئ.

۷ـ خپل قرضونه په خپل وخت خلاص کړئ.

که د کوم کس، دوکاندار او یا هم د برق له ادارې قرضدار شوئ، هڅه وکړئ، خپل مالي حسابونه په هماغه میاشت کې د ننه تصفیه کړئ.

که د یوې میاشتې قرض مو بلې میاشت ته پریښود، بویه چې ځان مو په لوې لاس په جنجال اخته کړ.

هڅه وکړئ، چې ان د هغه قرضونو، چې راتلونکې میاشت کې غوښتوني وي، څه برخه يې همدې میاشت کې ادا کړئ.

۸ـ په مالي تصمیمونو کې هوښیار اوسئ.

مالي تصمیمونه په دې مانا، چې د خپلو لګښتونو په برخه کې له ذکاوت او هوښیارتوب کار واخلئ. که تاسې ښځه او خاوند په ګډه د میاشتې ۳۰ زره افغانۍ عاید لرئ، او ستاسې مصارف هم د میاشتې تر اخره ۳۰ زره افغانۍ وي، نو بویه چې په لګښتونو کې هوښیار نه يئ. په دې سره تاسې ځان په زوره ګړنګ ته غورځوئ.

لکه مخکې مو چې وویل، د خپلې تنخوا له ۱۵ تر ۲۰ سلنو پورې سپما کړئ. دا کار ستاسې راتلونکې له مالي اړخه تضمینولای شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */