افغانستان عمومي

اتمر: د کندهار،کابل او هلمند بریدونه سره تړلي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر چې د چارشنبې په ورځ کندهار ته د ورستي برید د څیړنې لپاره تللی و، په دې ولایت کې خبریالانو ته وویل: ”د کابل، کندهار او هلمند بریدونه طالبانو د خپلو بهرنیو بادارانو په مرسته ترسره کړې دي افغانان به دوی ونه بخښي.“

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه:

” موږ د کابل، کندهار او هلمند د بریدونو ترمنځ یو تسلسل وینو. طالبانو. په ټولې بې رحمۍ د کابل او هلمند د پېښو مسوولیت ومانه، خو د دې لپاره چې زموږ د مسلمانو متحدو هېوادونو له پامه بد نشي، د کندهار د پېښې مسوولیت یې ونه مانه. موږ به دوی او د دوی تروریستو ملاتړو ته له عبرته ‌‌‌‌‌‌ډک درس ورکړو“

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق بیا د چارشنبې په ورځ تر دې مخکې خبریالانو ته وویل، د کندهار د والي په میلمستون کې دا برید د حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو سره په ګډه پلان کړی او غوښتل‌يې چې د امنیتي مجلس پر مهال ټول چارواکي له‌منځه یوسي.

جنرال عبدالرازق چې په کندهار کې یې ددې چاودنې په اړه معلومات ورکول، وویل چې د چاودنې له امله د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د کندهار د بهرنيو چارو ریسس شاه احمد سعیدي په امريکا کې افغان ډیپلومات یما قریشي، ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی باز محمد جوزجانی د فارياب سناتور سراج‌الدین سفري او پنځه عرب ډيپلوماتان چې دوه‌يې د پېژندلو نه‌دي په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

د کندهار د امنیې قومندان په وینا په ټپیانو د کندهار والي او د متحده عربي اماراتو سفیر شامل دي چې د نوموړې په وینا د ټولو ټپیانو روغیتايي وضعه د ډاډ وړ ده.

د یادونې وړ ده چې طالبانو په کابل کې د پروني خونړي برید مسولیت منلی، خو د کندهار په برید کې یې لاس لرل رد کړي.

د ګڼو عربي هیوادونو سربیره د کندهار برید په نړیواله کچه د بېلابېلو خواوو څخه غندل شوی دی. په کور دننه هم د کابل او کندهار خونړیو پېښو خلک سخت په غوسه کړي دي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

/* ]]> */