ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

” اتفاق“ هندي فلم د خپریدو سره سم له تود هرکلي سره مخ شوی

31

اتفاد د یو قتل د راز پټه کیسه ده. په فلم کې سیدارت ملهوترا، اکشې کهنه او سوناکشي سینها لوبیدلي دي.

د هندي فلمونو څارونکي وايي چې دې فلم په لومړیو دوو ورځو کې سره له دې چې په کمو سینماګانو خپور شوی ښه بازار کړی دی.

اتفاق فلم چې د هندوستان پر شا او خوا ۹۰۰ سینماګانو خپور شوی په لومړیو دوو ورځو کې یې پر باکس افس څه لس کروړه هندي روپۍ ګټلي چې په کمه بودیجه د جوړ شوي دې فلم لپاره زیاتې دي.

اتفاق د فلم له نقادانو او د فلم له لیدونکو تر دې مهاله ډير ښه عکس العمل تر لاسه کړی او ګومان کیږي چې څو اونۍ به په هندي سینماګانو کې تود وچلیږي.

اوسنی اتفاق د لسیزې وړاندې په ۱۹۶۹ م کال کې د جوړ شوي اتفاق چې راجیش کهنه په کې رول لوبولی و بیاځلي به نوې بڼه جوړول دي. د فلم نوی ورژن که څه هم جلا کیسه او پایله لري، خو د پخواني ( اتفاق ) په څیر د دوو قتلونو راز دی، چې پولیس په دوو کسانو (سونا کشي او سیدارت ملهوتره ) شک لري او دواړه د پېښې په اړه دوه بیلې کیسې وړاندې کوي.  .

اتفاق په اتفاقي توګه د اجي دیوګن د ” ګول مال اګین “ فلم له خپریدو دوه اونۍ وروسته خپریږي، کوم چې په دې ورځو کې پر هندي سینماګانو واک چلوي او په تیرو دوو اونیو کې یې ګټه تر دوه سوه کروړه هندي روپیو رسیدلي ده. په عین حال کې د عامرخان سیکریټ سوپر سټار هم په سینماګانو ښه روان دی.

تبصرې
Loading...