ټولنیز ژوند مخکښان

آیا یوازې په ظاهري جوړښت غوره شخصیت جوړیدی شو؟

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد

ایا تاسې یو په زړه پوری او جالب شخص یاست؟

ځیني خلک ډیره هڅه او تاکید په خپله باډۍ کوي چې څرنګه ښه ښکاره شي، یا ځوان معلوم شي. همداراز په نامناسب ډول سره خپل ډیر وخت په خپله ظاهري قواره استعمالوي. تل هڅه کوي چې فیشني ښکاره شي او په دې ډول سره د خلکو میلان خپل کړي.

له بدمرغه هغه خلک چې په علمي ‌ډول پرمختګ ونه کړي او ښه شخصیت ترلاسه نه کړي، دغه ډول مصنوعي ښه ښکاریدونکي نارینه او ښځې تل هوايي، بې ثباته، نابلده او ناپوهه وي. همدراز تل په خپل ځان وچ په وچه راټول او خودخواه وي.

ددې ډول خلکو ښې بیلګې کولی شو چې په ځینو هنرمندانو، د لوبو لوبغاړو او نورو کې پیدا کړو، چې دوی یو ډول کاذب شخصیت جوړ کړی وي. ممکنه ده هغوی چې ظاهري ډول سره ځانته ډیر پام کوي او په معنوي لحاظ کمزوری وي، تقریباً په هره ډله او طبقه کې ډیر وي، نه یوازې په هنري چې هدف ترې سندریز ډګر دی.

له هر څه سره سره ظاهري جذابیت د هر انسان لپاره مهم دی، خو رښتینی شخصیت چې خپل خواص، عادات او کړنې سمې برابرې کړې، په دوامداره او اوږدمهاله ډول موږ جذاب او ښه معرفي کوي.

د دوو ډلو ترمنځ د ښې او پياوړې ملګرتیا لپاره لومړی د دواړو ظاهري جذابیت ته کتل کیږي، چې ټولنه کې څومره ښه ځای او کړنې لري.

د دوو تنو ملګرتیا لپاره ځای مهم نه دی، بلکې د هغوی رضایت، شریکې ګټې، دوه اړخیزه درناوی او د ملګرتیا لامل یې مهم دی، چې ولې سره ملګرتیا کوي.

ددې لپاره چې یو ښه شخصیت ښکاره شې، دا څو لارې چارې باید یاد ولرې:
– د مختلفو ذوقونو درلودل

– په هنر، میوزیک، ادبیاتو، سپورټ او نورو کې د پوهې او معلوماتو زیاتوالی

– له نورو سره سوچه او واقعي علاقه یا مینه ښودل

– ډیر لوستل

– له روانو حالاتو او وضعیت ځان خبرول

– علمي نظرونه او مفکورې څرګندول

– ښه خبرې کوونکی یا محاوره کوونکی/ې اوسیدل

– د ښې مفاهمې ترسره کولو بیلابیل مهارتونه زده کول

په ټوله کې ټول اړخونه پياوړي کړئ، ستا ذهن، معنوي اړخ، ټول ژوند او نور… دا همدا اوس شروع کړئ، هیڅ ناوخته نه دی. که مو وکړل یو غوره شخص به یاست.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد