ټولنیز ژوند ژوند بڼه سیاست

آيا د ننګرهار ګلان به بيا وغوړېږي؟

لیکنه: ياران

د بشير ګواښ لیکنه

د جولايي په لومړۍ نېټه د جلال اباد د ګڼې ګوڼې په ښار کې تر نور کله ځکه خاموشي وه چې ولسمشر راغلی وو. د والي دفتر شاهي ماڼۍ ته تللي نيزدي ټول سړکونه د موټرو په مخ بند وو. د ريکشو د شور په نه شتون کې ښايي ښاريانو په لومړي ځل په خلاصو غوږونو د هغو مرغيوو چغار اورېدلی وي چې په د ښار په ګڼو ونو کې هره ورځ سندرې وايي.

دا حالت د هغه موټر بم درز مات کړ چې ولسمشر ته د والي دفتر ته ورروانو، په ملي بېرغ سمبالو سيکانو وچاوده. ۱۷سيکان او دوه مسلمانان يې ووژل. د بريد زمه واري داعش وسله والې ډلې واخيسته. دا د افغانستان په تاريخ کې پر سيکانو تر ټولو لوی او خونړی بريد وو.

په ۲۱ زخميانو کې ترلوک سينګ هم وو. ترلوک زموږ د هغه وخت يار وو چې د طالبانو استبدادي رژيم تازه تازه ختم شوی وو. ۲۰۰۲ کال وو او خلکو له نوې ازادۍ خوندونه اخيستل. موږ به کرکټ کاوه. د ترلوک ټېم کې هندوان او مسلمانان وو او لوبغاړي يې په بدن نري خو په کرکټ کې ښه وو. موږ به چې ترې کرکټ بايله نو بيا به مو ورسره چل وکړ. که موږ به د لوبې خرابولو لپاره جنګ کول هم غوښتل، ده به نه کاوه. ترلوک په جلال اباد ښار کې د نورو وروڼو سره دکانداري کوله. خبر شوم چې هغه له خطره بهر دی خو خپلوان یې د ترهګرۍ قرباني شوي دي.

تر کابل وروسته جلال اباد هغه دوهم ښار دی چې سيکان او هندوان پکې ډېر مېشته دي او تر ډېره يې خوندي ګڼي. اکثره يې دکانداري او يوناني طبابت سره تړلي دي. دوی دلته د ځايي مسلمانانو سره د ودونو په خوشالۍ کې اتڼ او بنګړې کوي او په جنازو کې ورسره اوښکې تويوي. پر دې معصومه خلکو له دې وجې هم خلک حېران کړي چې دوی هيڅکله چاته د زيان اړولو کوښښ نه دی کړی. بلکې سرچپه داسې شوي چې په داخلي جنګونو کې د دوی جايدادونه قبضه شوي. طالبانو خو لا دا حکم هم کړی وو چې دوی بايد زېړي جامي واغوندي چې له مسلمانانو یې فرق وشي. دوی سره د مجاهدينو او طالبانو په وخت کې په دولتي کچه دومره تعصب وشو چې دوی هند او نورو هېوادونو ته په کډه کولو مجبوره شول.

د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته د افغان مسلمانانو په شان دوی هم د سکون ساه واخیسته. د هغه مهال ولسمشر، حامد کرزي سېنټ یا مشرانو جرګې ته دوه سيکان سينيټران انتصاب کړل او يو هندو يې کاناډا ته د سفير په توګه ولېږه. که څه هم تر ۲۰۰۱ کال وروسته د مذهبي اقليتونو اقتصاد ښه او ژوند يې فرق وکړ خو سياسي تعصب ورسره ختم نه شو. تېر کال پارليمنټ هغه قرارداد رد کړ چې پکې يې سيکانو او هندوانو ته د چوکيوو ځانګړو کولو غوښتنه کوله.

د دې دومره مشکلاتو سره سره بيا هم سيکان او هندوان د ترهګرۍ له لويو حملو بچ پاتې شوي وو. په جلال اباد کې پر دوی شوې حمله داعش وسله والې ډلې وکړه. داعش په افغانستان کې هغه نوې راپېدا شوې ډله ده چې د وېرې خپرولو هيڅ موقع له لاسه نه ورکوي. په کابل کې د اپرېل په دېرشمه پر خبريالانو بريد چې زموږ درې همکاران هم پکې شهېدان شول، له هغو بريدونو يو دی چې دوی په خبرو کې د ځان پاتې کولو لپاره پر ولسي وګړو کړي دي. په اکتوبر او دسمبر کې په کابل کې پر شيعه ولسي وګړو خونړي بريدونه او په ننګرهار کې ځيني سني مسلمانان د جاسوسۍ په تور حلالول د داعش د ترهګرۍ خورولو بېلګې دي. دوی غواړي په دې توګه د يوې خونړۍ ډلې په توګه د ځان د حضور اعلان وکړي. داعش او طالبان که څه هم د يوې سيکې دوه مخه دي خو طالبان غواړي چې ځانونه سياسي هم وښيي نو ځکه يې د پخوا په شان د خلکو د حلالو ويډيو او تصويرونه نه خپروي. برعکس، داعش ډله چې اکثره پکې د مرکزي اسيا او پاکستان وسله وال شامل دي، د افغانانو کلتوري حساسيتونو ته پام نه کوي. د رپورټونو ترمخه دوی د افغانستان په شمال او ختيځ کې آن ښځې تښتولي دي.

داعش که څه هم د امريکې او افغان ځواکونو تر سختو بريدونو لاندي دي، خو لا هم دوی کمزوري شوي نه دي. امريکايي او افغان ځانګړو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د داعش پاکستانی مشر حافظ سعيد، ملګری قوماندان یې شاهد الله شاهد، د داعش افغان مرستيال ملا خادم او يو بل مهم قوماندان قاري حکمت وژلي دي.

تر څو پورې چې په جلال اباد ښار کې پر سيکانو د حملې خبره ده، دې کار ځکه ډېر افغانان خفه او غصه کړې چې د دغه مذهبي اقليت ډېر مهم خلک پکې ووژل شول.

يو سيک ځوان چرن سينګ ازدۍ راديو ته وويل چې د دوی د سر سړی پاتې نه شو. په وژل شوو کې اوتار سينګ خالصه هم وو. خالصه په اکتوبر کې کېدونکو پارليماني ټاکنو ته کانديد وو. دا د هغه سره د خلکو مينه وه چې ډېرو مسلمانانو پر فېسبوک هغه مهال هيله وښوده چې غواړي د نوموړي لپاره کمپاين وکړي. خالصه ازادۍ راديو سره په مرکه کې ويلي وو چې غواړي د مذهبي اقليتونو له حقونو څخه د دفاع په کولو سره د افغانستان خدمت وکړي. هغه دا ارمان ګور ته ويوړ. که څه هم د پارليماني ټاکنو لپاره د کانديديدو وخت تېر شوی دی خو د انتخاباتو کمېشن په قانون کې د بدلون په کولو سره ښه اعلان دا کړی چې هندوان او سيکان کولی شي د اوتار سينګ خالصه پر ځای يو بل نوماندان غوره کړي.

د ننګرهار سيکانو او هندوانو ته به پخواني والي حاجي قدير د ننګرهار ګلان ويل. آيا د ګلان به تر دومره لويې ترهګريزې پېښې وروسته بيا وغوړېږي؟

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران