ټولنیز ژوند زده کړې

آرام ژوند د ټولو خوښ دی، خو د راتلونکې غم باید در سره وي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه کسان، چې ټوله ورځ کار کوي باید ورځ تر بلې یې ژوند ښه شي او پرمختګ وکړي، خو د ځینو کسانو ژوند بیا له هڅو سره سره چې د ژوند د ښه کولو لپاره یې کوي ژوند یې نه ښه کېږي. که تاسو هم له دې ډول ستونزو سره مخ وئ، فکر وکړئ، کېدای شي په خپل ورځني ژوند کې کومه نیمګړتیا ولرئ او یا اشتباه کوئ. له دې ډول ستونزو او نیمګړتیاو ځان وژغورئ او ژوند ته مو یو نوی رنګ او خوند ورکړئ.

راځئ دلته یوه جوړه یعنې یو خاوند او مېرمن په نظر کې ونیسئ، چې نوی ژوند یې پیل کړی او د ځان لپاره یې یو لوی او مجلل کور په اجاره نیولی. دوی مجبور دي، چې هره میاشت له خپلې تنخوا څخه د پام وړ پیسې د کور څښتن ته ورکړي. یو کال تېرېږي، اجاره پورته ځي، خو د دوی په حقوقو کې کوم بدلون راځي. له دې سره سره، چې دوی په هماغه کچه تنخوا اخلي، خو بیا یې هم زړه نه غواړي له دې کوره ووځي او له دې څخه په واړه کور کې ژوند وکړي. ورو ورو په له کور څخه کورنۍ جوړېږ، ماشومان یې پیدا کېږي او دوی مجبور دي، چې د خپلو اولادونو د ورځني ژوند مصارف هم پوره کړي. پنځه کاله وروسته هر څه مخ په ځوړ ځي، ماشومان یې زیاتېږي، د کور اجاره اضافه کېږي او په دې ډول یې ژوند ور سره یاري نه کوي او سختېږي. دا دومره موده یې چې زحمت ایستلي کوم ځانګړی ځای نه ورته نیسي. ولې؟

ځکه دوی په لومړي سره کې فکر نه وو کړی. که یې له لومړي سره په دې اړه فکر کړی وای، چې د دوو کسانو لپاره دومره لوی کور لازم نه دی او د ځان لپار یې یو کوچنی کور اجاره کړی وای، کېدای شوای هغه اجاره، چې په دې کور کې د اوسېدو په بدل کې یې د کور خاوند ته ورکوله په پنځو کلونو کې د خپل کور د څښتن شوې وای. خو برعکس داسې جوړې هم شته، چې په لومړي وخت کې په یوه لرې پراته کلي کې په یوه کوچني او داسې کور کې ژوند کړی وي، چې تر ډیره د ژوند له لومړنیو اړتیاو بې برخې وي، خو څه موده ورسته د یوه ښکلي او په زړه پورې کور او ژوند خاوندان شوي وي او بلاخره د خپلو اولادونو لپاره یې د یادګار په توګه پرېږدي. له پروګرام پرته ژوند ګټه نه لري بې له دې چې په ستونزو کې مو را ګیر کړي.

ريښتیا ووایه! کله چې دوه انتخابه ولرې، یو یې سخت وي او بل یې اسانه کوم یې د ځان لپاره غوره کوې؟ په داسې حال کې، چې په ستونزمن انتخاب کې له بل څخه ښه راتلونکې وینې.

د بېلګې په توګه:
تاسو په کابل کې ژوند کوئ او وړاندیز درته وشي، چې په کابل پوهنتون کې یوه ټېټه رشته لولئ او که په کوم ولایت له دې څخه پورته رشته؟ توپیر به یې دا وي، چې په کابل ښار کور ته نېږدې یئ، د شپې غالي ستوزنه نه لرئ، سهار په پاکو جامو کې له کوره وځئ او پوهنتون ته ځئ. خو که ولایت وټاکئ سره له دې، چې له دې نه به مو لوړه پوهنځۍ هم ټاکلې وي، له یوې خوا باید د ځان لپاره کوټه ونیسئ او له بلې خوا اخلی پخلی خپله برابروئ نو یو څه ستونزې شته. کومه یوه درته ټاکئ؟

معلومه خبره ده، چې راحت ژوند د ټولو خوښېږي، له ځانه سره وایئ: لسانس یو لسانس دی او بل دا چې دا د ځوانۍ ورځې بیا کله راځي ښه ده چې له ملګرو سره یې په خوښۍ او بې له کومې ستونزې او ستړیا تېرې کړم، ولې سختۍ وګالم، ولې له کوره لرې ولاړ شم؟ بې له ځنډه وایئ، چې کابل غوره دی. خو نه نه ملګریه دا تېروتنه مه کوه. بریا ته رسېدل یو څه ستونزمن دي، ته باید دغه ستونزې وګالې تر څو راتلونکې دې ارامه وي، که ته په دې ځوانۍ کې له ستونزو تېښته وکړې، د ژوند تر اخره به هم خپلې موخې ته ونه رسېږې.

د بدو عادتونو د پرېښودلو هڅه وکړئ
پوهېږې پرېښودل یې دومره سخت نه دي لکه ته یې چې په اړه فکر کوې. که غواړې وزن کم کړې، خو د زیاتې ډوډۍ خوړل دې عادت وي، که غواړې سپما وکړې خو زیاتې پیسې مصرف کول دې عادت وي، که غواړې ډېر درس و وایي خو هر ورځ په ساعتونو وخت په بې ځایه کارونو تېروې او فکر کوې، چې دغه څه زما په مخ کې خنډ دي، نو دا دې له پامه وغورځوه، ځکه دا هېڅ بهانه نه شي کېدای. دا یوازې ستا بد عادتونه دي او بس.

که ته له ځان سره کلک هوډ ولرې، کولای شې دا هر څه تر خپل کنټرول لاندې را ولې، یوازې له ۳ تر ۴ اونیو وخت او یو څه تکلیف غواړي، له هغې وروسته ور سره عادت کېږي. که تاسو هم په ژوند کې له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وئ، د دې پر ځای چې پر ځان غوسه شئ او پېښمانۍ وښایئ، همدا اوس هم ناوخته نه ده. له ځان سره قاطع پرېکړه وکړئ او په ژوند کې مو بدلون راولئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.